توپان
- په باغ او بالکون کې خپاره توکي ټینګ کړئ یا دننه یې راوړئ.
- دننه پاتې شئ او له کړکیو لرې اوسئ.
- د سور کوډ پر مهال سفر مه کوئ.
ګرمي
- ډېرې اوبه وڅښئ، که تږي هم نه یاست.
- د ورځې کړکۍ او پردې تړلې وساتئ.
- زړو خلکو، ماشومانو او ناروغانو ته ډېر پام وکړئ.
یخني
- د جامو او کمپلو په څو پوړونو ځان ګرم وساتئ.
- هېڅکله کور د ګاز په چولې یا تنور مه ګرموئ.
- وګورئ چې یوازې اوسېدونکي ګاونډیان مرستې ته اړتیا لري که نه.